تازه خبرونه
د افغانستان د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالی ایران ته ولاړ
د افغانستان د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالی او ورسره مل پلاوی د G5 په غونډه کې د ګډون لپار ایران ته ولاړ.
د افغانستان د خواړو او درملو ملي اداره وايي؛ د دغې ادارې چارسمبالی داکتر عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوی نن پنجشنبه د تلې ۶ نېټه د پېنځه هېوادونو د ډلې په ۲۷ غونډه کې، چې د روغتیا دیپلوماسۍ او د درملو او طبي تجهیزاتو سیستم تر سرلیک لاندې جوړیږي د ګډون لپاره ایران ته روان شو.
د پېنځه هېوادونو د ډلې غونډه د غړیو هېوادونو د درملو او خواړو د ادارې د مشرتابه او د روغتیا نړیوالې ټولنې په حضور کې د دغو هېوادونو د روغتیا د ودې او پراختیا لپاره ترسره کیږي.
