تازه خبرونه

د افغانستان د خپلمنځي خبرو ډلو د شخړو د حل لپاره پر خبرو غزولو هوکړه کړې

Published

on

Last Updated on: تله ۲۴, ۱۳۹۹

د چهار شنبې پر شپه په دوحه کې د خبرو حکومتي او طالب ډلو خپله ځانګړې ناسته جوړه او په کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د ناندرو، شخړو او لانجو د حلولو لپاره به سره لارې لټوي.

د حکومتي پلاوي غړي نادر نادري د چهار شنبې پر شپه ویلي: نن ماښام د دواړو لوریو تر منځ ناسته وشوه. د دواړو خواوو مشرانو او غړیو پر شخړو بحث وکړ او ټینګار وشو، چې د اړیکو جرګه ګۍ به د حل د لارو چارو لپاره نورې غونډې هم کوي.

یوې بلې سرچینې د چهارشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د غونډې موخه د خبرو اترو په چوکاټ کې د لانجو د حل لپاره د بدیلو حل لارو لټول ول.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ پلاوي به د خپلو لانجو د وارولو لارې چارې لټوي، چې په غالب ګومان پر دوه مسلو راڅرخي؛ حنفي فقه او د امریکا او طالبانو د سولې راوستو هوکړه.

دغه راز زیاتوي، چې دا پرېکړه؛ ځکه شوې، چې ځنډول شوې خبرې کیدی شي وغزیږي او پرمختګونه په کې تر لاسه کړي.

اوس تمه دا ده، چې دواړه خواوې به د خبرو اترو په چوکاټ کې یوې پرېکړې ته ورسیږي او د اجندا د وروستي کولو لپاره به بشپړ پرمختګ وکړي.

تر دې دمه د لانجې دوه بنسټیزې مسلې په ډاګه شوي؛ لومړۍ مسله د حنفي فقهې په اړه ده، چې د افغانستان د اکثریت سني مسلمانانو لخوا د پلي کیدو وړ ګڼل شوې او طالبان یې د خبرو دواړو اړخونو ته د لارښود په توګه غواړي؛ خو افغانستان د شیعه لګه کیو په ګډون د نورو مذاهبو او ډلو کور هم دی او حکومتي پلاوی د اساسي قانون له مخې پر جعفري فقهې ټینګار کوي او غواړي خبرې اترې هم پرې راوڅرخیږي.

دوه یمه مسله د روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیز لاسلیک شوي تړون په اړه د نظر اختلافات دی، چې د خبرو لپاره د چوکاټ په توګه کارول کیږي.

طالبان وايي، چې خبرې اترې باید یوازې د سولې د هوکړې پر بنسټ وغزیږي. په داسې حال کې، چې د افغانستان د خبرو اترو پلاوی وايي؛ افغان حکومت د طالبانو او امریکایانو په دې هوکړه کې برخه نه درلوده او فکر کوي، چې دوی باید وکولی شي خپل نظریات په دې چوکاټ کې وردننه کړي.

Trending

Exit mobile version