سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د دفاع وزير په څلور ورځني سفر پاكستان ته تللى دى
ويل كېږي د افغانستان د ملي دفاع وزير او نور امنيتي پلاوي به له پاكستاني چارواكو سره د تروريزم د مبارزې پر څرنگوالي او د پولو د ساتنې پر مسايلو خبرې وكړي. د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې پاكستاني چارواكي اوس د افغانستان دمسايلو په باب مثبت فكر كوي.
پاكستان ته د افغانستان د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي سفر د هغه غوښتنې له مخې شوى، چې د هغه هېواد لوى درستيز اشفاق كياني كابل ته په خپل سفر كې كړې وه.
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي:
په دغه سفر كې هڅه كېږي، چې د دواړو هېوادونو اړيكې ټينگې او د باور فضا رامنځته شي. له ترهگرۍ سره مبارزه او په افغانستان كې د سولې د پروسې په باب هم خبرې وشي.
كه څه هم پاكستان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو كې د همكارۍ ژمنې كړې، خو د افغان چارواكو په باور هغو ژمنو په عملي ډگر كې مثبتې پاېلې نه دي وركړي، چې ان افغانان هم د پاكستان پر ژمنو بې باوره شوي دي.
دا ځل د افغانستان د ملي دفاع وزارت ډاډ څرگندوي، چې پاكستان به له افغانستان سره صادقانه همكاري كوي.
ويل كېږي د افغانستان د دفاع وزير په دغه سفر كې له پاكستاني چارواكو سره له ليدنې سربېره د پاكستان له يو شمېر نظامي تآسيساتو هم ليدنه وكړي.