سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د راتلونكې په اړه بې باورۍ بانكې راكړه وركړه كمه كړې
د افغانستان د خصوصي بانكونو ريس وايي، چې د افغانستان پر راتلونكې بې باوري د دې لامل شوې، چې په هېواد كې بانكې راكړه وركړه كمه شي.
د افغانستان د خصوصي بانكونو ريس خليل صديق وايي، له امريكا سره د امنيتي تړون ځنډ نه يوازې پر بانكدارۍ بده اغېزه كړې، بلكې د هېواد اقتصاد ته يې هم زيان اړولى دى.
د مركزي بانك د مرستيال خان افضل هډه وال په باور، دغه وضيعت د افغانستان د اقتصادي حالت د خرابيدو ښكارندوى دى.
د حركت ادارې ريس نسيم اكبر وايي:
مركزي بانك د حركت ادارې او آلمان حكومت په مالي مرسته د عامه شتمنۍ د خوندي كولو برخه پرانيسته.
د مركزي بانك د مرستيال خان افضل هډه وال په وينا، دغه برخه به د بانكې پورونو په برخه كې ډېرې آسانتياوې را منځته كړي.
څور مياشتې وړاندې د افغانستان مركزي بانك د بانكې پورونو د وركړې لپاره د منقولو جايدادنو د ثبت برخه هم پرانيستې وه.
د افغانستان د خصوصي بانكونو ريس له مركزي بانك څخه غواړي چې د افغانستان پر سياستوالو فشار راوړي، چې دغه تړون لاسليك شي .