لوبی
د افغانستان د رزمي سپورټونو لوبډله آسيايي سياليو ته چمتووالى نيسي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان د رزمي سپورټونو فدراسيون لوبډله په آسيايي سياليو كې گډون ته چمتووالى نيسي.
د پارت فايت سبك مسوول موسى جعفري وايي:
دا سيالۍ، چې د روان ميلادي كال د مارچ په دوه يمه د ايران په پلازمېنه تهران كې پيليږي، د افغانستان رزمي ورزشكارانو ان له يوې مياشتې مخكې لا ورته د چمتووالي لپاره خپل تمرينونه پيل كړي دي.
دا سيالۍ، چې شل آسيايي هېوادونه په كې برخه اخلي، د افغانستان په استازيتوب په كې د شپږ نجونو په ګډون ۱۷ ورزشكاران، يو پلاوى او يو روزونكى هم تهران ته سفر كوي.