روغتيا
د افغانستان د روغتیايي خدمتونو لپاره نږدې ۵۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده – اوچا
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) څرګنده کړې؛ په افغانستان کې سږ کال د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیون دالرو ته اړتیا ده.
دغې ادارې د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي څلورمه ) په ډاګه کړې، چې څو بېلابېلو پېښو د افغانستان روغتیايي اړتیاوې رامنځته کړې دي.
د ملګروملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې د ژوند ژغورونکیو روغتیايي خدمتونو په برخه کې د پانګونې کمښت به په دغه هېواد کې د ډېرو زیانمنونکیو کسانو د مړینې د زیاتېدو سبب شي.
اوچا لیکلي؛ سږ کال ۱۵ اعشاریه ۶ میلیون خلکو ته د روغتیا پاملرنې د وړاندې کولو او مرستې رسولو لپاره ۴۴۹ اعشاریه ۹ میلیون دالرو ته اړتیا ده.
د دغې ادارې د اټکل له مخې؛ په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر، چې روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري ۱۷ اعشاریه ۶ میلیون کسانو ته رسېږي.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له دې مخکې ویلي وه، چې افغانستان په آسیا کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري، چې په هرو سل زره زیږونونو کې ۶۳۸ مړینې رامنځته شوې دي.