تازه خبرونه

د افغانستان د ستونزو د حل لپاره چین څلور اړخیز وړاندیز وکړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)

د چین د بهرنیو چارو وزیر یي وانګ د نړۍ د جي ۲۰ ډلې هېوادونو مشرانو ته په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل لپاره د څلور اړخیزې طرحې وړاندیز وکړ.

د جي ۲۰ ډلې هېوادونو مشرانو له پرون راپدیخوا د افغانستان او په اې هېواد کې د بشري بحران په اړه او خبرې بحث کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې برخه کې د لاندې څلور اړخیزې طرحې وړاندیز وکړ:

لومړی: یي وانګ له نړیواله ټولنې وغوښتل، چې د بشري ناورین مخه ونیسي او د افغانانو روانو اقتصادي  شرایطو ته پام راواړوي.

نوموړي ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د خواړو، ژمنیوتوکو، درملو او کرونا واکسین ته د لاسرسي لپاره ۳۱ میلیون ډالر مرسته کوي.

دوه یم:  یي وانګ ویلي، چې افغانستان باید د پرمختګ پر لوري روان شي. نړیواله ټولنه هم باید له افغانستان سره د یوه پراخ سیاسي جوړښت، کورني او بهرني سیاست په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي. نړیوالې ټولنې باید له افغانستان سره د بېوزلۍ په ضد مبارزه او د بېخبناوو جوړولو کې مرسته وکړي.

درېیم: د چین بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ترهګري د دې هېواد لپاره د زغم وړ نده. هغه د داسې ډاډمنو کړنو د تر سره کولو غوښتنه وکړه، چې افغانستان له ترهګرۍ څخه لرې وساتي او ور سره د مبارزې لپاره یې د نړیوالې ټولنې لپاره د یوې متحدې جبهې د جوړولو وړاندیز وکړ.

څلورم: نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د ګډ کار کولو لپاره یوې اجماع ته ورسیږي. یي وانګ ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بشري مرستو په برابرولو او د سولې او ثبات  رامنځته کولو کې مرکزي رول لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې اړه د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو انلاین ناستې او لیدنې هم تر سره کړي دي.

Trending

Exit mobile version