تازه خبرونه
د افغانستان د سنوکر ملي لوبډلې د آسیا جام بریالی پیل کړ
Last Updated on: وږی ۲۳, ۱۴۰۰
د سیالۍ پر لومړۍ ورځ رییس خان سنزي پر ورته پایلو د بحرین او لبنان هېوادونو ملي لوبدلو ته صفر پر څلورو ماتې ورکړه.
د هېواد یو بل ملي لوبغاړي صالح محمد محمدي په خپله لومړۍ سیالۍ کې څلور پر یوه د سوریې له خنډ ورتېر شو.
د دغو سیالیو ۳۶ پړاو، د بشپړ بال او شپږ بال په دوه برخو کې له ۶۰ څخه د ډېرو هېوادونو د لوبغاړیو په شتوالي کې د دوحې پر کوربتوبترسره شو.
په دې سیالیو کې د افغانستان پر استازیتوب درې لوبغاړيو او یو پلاوي ګډون کړی دی.