تازه خبرونه

د افغانستان د سولې استازي خلیلزاد د پاکستان له لوی درستیز سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسیدلی او د دې حکومت له لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره یې لیدلي دي.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې پرسوله، افغان کډوالو او د سیمې د امنیت پر اړوند چارو خبرې اترې شوې دي.

دغه راز دواړو خواوو هوکړه کړې، چې په دې اړه به تر بشپړ ثبات او سولې خپلې خبرې روانې ساتي.

زلمی خلیلزاد، چې له دوحې وروسته اسلام آباد ته تلی؛ ټاکل شوې، چې له اسلام اباد وروسته به کابل ته هم سفر ولري او تمه ده، چې دا ځل له طالبانو او حکومت سره د هوکړې  او ګډې اعلامیې له مخې د بندیانو پر خوشې کولو او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر ځای او وخت معلومولو خبرې وشي.

 که څه هم  یو شمېر سرچینو ویلي، چې طالبان د خبرو لپاره قطر مناسب ځای ګڼي؛ خو افغان حکومت خوښ ندی، چې دا خبرې په دوحه کې تر سره شي.

ویل کیږي، چې د افغانانو لومړنۍ خپلمنځي خبرې به د کرونا ویروس د چټکې ودې او خوریدا له کبله ویدیوي او له لیرې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version