تازه خبرونه

د افغانستان د سولې امریکایي استازی به له هندي چارواکو سره هم وغږیږي

Published

on

ټاکل شوې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به نن د بهرنیو چارو له وزیر اس جي شنکر او د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

زلمي خلیلزاد، چې د دوشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ له ستردرستیز قمر جاوید باجوه سره ولیدل؛ د سې شنبې پر ورځ د وږي ۲۵/ د سپتمبر ۱۵ به هندوستان ته سفر وکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ خلیلزاد به له هندي چارواکو سره د افغانستان د خپلمنځي خبرو اترو په بهیر کې پر وروستيو پرمختګونو خبرې اترې وکړې.

هند د شنبې پر ورځ د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو د پیل د پرانستې په مراسمو کې ونډه درلودلې، چې جي پي سنګهـ  د پاکستان ، افغانستان او ایران ګډ سکرتر او د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

اس جي شنکر د افغانستان پر ځمکني بشپړتیا او د لږکیو او ښځو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه د هند پر دریځ بیا ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره مستقیم  تعامل نکوي؛ خو بیا هم څرګندوي، چې د سولې بهیر باید د افغانانو پر واک او مشرۍ ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله د دوحې په پرانستونکیو خبرو په څنده کې له ښاغلي سنګهـ سره کتلي او د هند له ملاتړه یې مننه کړې ده.

Trending

Exit mobile version