تازه خبرونه
د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا د لنډ مهال اوربند غوښتنه کړې
د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا د جګړې له ښکېلو خواوو د لنډ مهال اوربند غوښتنه وکړه.
دغه شورا د دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د پیل غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي، چې په خپلو دریځونو کې نرمښت وښیي.
د دې شورا د رهبرۍ غړي د روانې جګړي له کبله د خلکو بی کوره کیدو او د امنیتي ستو نزو زیاتیدو اند یښمن کړي دي.
د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا غړی وسی فریور په دې باور دی، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته د بهرنیو استخباراتي کړ يو له خوا ببوزي وهل کیږي او په دې کې د افغانستان آزا دي تر پو ښتنې لاندې راځي.
د افغانستان د سولي او ژغورنې شورا رییس ګل رحمان قاضي وا يي، د د واړو لوریو له خوا سولې ته را تګ د هېواد اوسنۍ ستونزې د حل یوا زني لار ده.
د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامې غړی نقیب الله هاشمي وايي، کابل ته د حکمتیار په راتګ به د طالبارنو ځینې ډ لې د سولي له بهیر سره یو ځای شي.
سره له دې، چې په هېواد کې د سولي د لمر د غوړیدا او په افغانستان کې د جګړي د پایته رسیدو هیڅ څرک نشته او وسلوال طالبان اوس هم د ملا هبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې جګړه پرمخ وړي.