تازه خبرونه
د افغانستان د سولې بهیر د چتکولو لپاره سیمې ته خلیلزاد سفر پیل کړی
امریکا ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته خپل کاري سفر پیل کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې خلیلزاد تېره ورځ دوحې، اسلام آباد او کابل ته روان شوی دی.
یاد وزارت دا هم څرګنده کړې، چې د خلیلزاد له دې سفره موخه په افغانستان کې د ښکېلو لوریو تر منخ د سولې راوستلو لپاره پر خپلمنځي خبرو هوکړه ده.
د دغو څرګندونو له مخې به خلیلزاد په کابل کې د امریکا او طالبانو د سولې راوستو د هوکړې او د واشنګټن او کابل د اعلامیې او دغه راز د اورکم او طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه له ټولو لوریو سره خبرې اترې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونو د پنجشنبې پر ورځ د طالبانو پر سنګرونو دوه هوایي بریدونه کړي دي.
— USFOR-A Spokesman Col Sonny Leggett (@USFOR_A) June 5, 2020
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګیت په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې د اختر له اوربند وروسته امریکایي ځواکونو له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د طالبانو پر سنګرونو هوایې بریدونه کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا هوایي ځواک په فراه کې پر ۲۵ جنګیالیو هوایي برید کړی او دغه راز په کندوز ولایت کې هغه وسلوال طالبان بمبارد شویو، چې پر افغان خواکونو یې د برید هڅه کوله.