تازه خبرونه
د افغانستان د سولې بهیر ماتېدونکی او د بریالیتوب ډاډ یې هم نشته- سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي؛ د افغانستان د سولې بهیر په ماتېدونکي پړاو کې دی او داسې ډاډ هم نشته، چې بریالي به شي.
ینس سټولټنبرګ د آلمان له خبري آژانس ډي پي ای سره په یوه مرکه کې ویلي؛ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځي خبرې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار ده او ناټو له دغو هڅو ملاتړ کوي.
سټولټنبرګ دا هم څرګنده کړې؛ هغه به د راتلونکې فبرورۍ په میاشت کې له راتلونکي ولسمشر جوبایډن سره د بهرنيو سرتېرو د وتلو په اړه خبرې وکړي، چې آیا له افغانستان څخه ټول سرتېري باسي یا که په دې هیواد کې پاتې کیږي.
هغه زیاته کړې: که دوی پرېکړه وکړي، چې افغانستان پریږدي؛ نو بیا دا خطر شته، چې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې به نه یوازې لاسته راوړنې له منځه ولاړې شي، بلکې افغانستان به د ترهګرو لپاره خوندي ځای هم شي.
سټولټنبرګ زیاته کړې: که دوی په افغانستان کې پاتې شي؛ نو خامخا به یو خطر موجود وي، چې دوی به په دې هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتوالي شاهد وي.
یوه میاشت مخکې، د ناټو عمومي منشي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ژر وتل به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي پټنځی شي.
د امریکا پوځي چارواکو هم ویلي وه، چې د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۱۵ پورې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړي.
جرمني هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې دا کار به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې او د پاتې عسکرو امنیت له خطر سره مخ کړي.
د دفاع وزارت چارسمبالي کریسټوفر میلر هم ویلي، چې د جنورۍ تر ۱۵ پورې به په افغانستان کې د امریکا سرتېري له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم شي.
