تازه خبرونه

د افغانستان د سولې خبرو له پیلېدا وروسته ملکي ځاني زیانونه ډېر شوي – یوناما

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د سې شنبې پر ورځ( د کب ۵) په خپل خپاره شوي راپور کې ویلي؛ د حکومت او طالبانو د سولې خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د ملکي وګړیو په مرګ و ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز څرګنده کړې:  ۲۰۲۰ کال کیدی شو په افغانستان کې د سولې کال وای؛ خو پرځای یې په زرګونه ملکي افغانان د جګړې له کبله ووژل شول.

نوموړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړيو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې پراخه کړي.

هغې زیاته کړې؛ زه له ټولو هغو اړخونو، چې په جګړه کې ښکېل پاتې دي د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره د بېړنیو هڅو غوښتنه کوم، چې ان  یوه ورځ هم ضایع نکړي .

د یوناما د دغه راپور پر بنسټ په یوه کال کې له جګړو څه باندې ۳۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او په دې توګه افغانستان په نړۍ کې د ملکیانو لپاره یو مرګونې ځایپه ګوته شوی دی.

په دې راپور کې راغلي؛ په افغانستان کې پر ۲۰۲۰ کال ۳۰۳۵ ملکي ګړي وژل شوي او ۵۷۸۵ نور ټپیان دي.

د یوناما راپور که څه هم د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې  ۱۵ په سلو کې کموالی ښيي؛ خو د دسولې خبرو پایلې ته پر نه رسېدو هم اندېښنه شيي.

د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې ۱۲۳۵ کسان، چې د ټولو ځاني زیانونو  ۴۵ سلنه ښيي، چې په موخه ییزو وژنو کې مرګ و ژوبله وراوښتې ده.

دا راپور ښیي، چې په تېرو اووه کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د ځاني زیانونو شمېر له لس زره  څخه لږ دی.  

دغه راز په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان ۴۳ سلنه ښځې او ماشومان له ځاني زیان سره مخ شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې د ۶۲ سلنې ځاني زیان پړه پر وسلوالو او حکومت ضد عناصرو وراچولې، چې طالبان د ۴۵ سلنې مسوول پېژندل شوي او داعش او نورو ډلو ته د ۸ سلنې ګوته نیول شوې ده.

دا شمېر ښيي، چې د طالبانو په ځاني زیان اړولو کې ۱۹سلنه کموالی راغلی او د داعش او نورو ډلو په ځاني زیان اړولو کې  ۴۵ سلنه لږوالی راغلی دی.  

حکومت پلوي ځواکونه هم د ۲۴ سلنې ځاني زیان اړولو مسوول پېژندل شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ ملي اردو د ۲۲ سلنې ځاني زیان مسوولیت لري.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دا راپور نیمګړی او سلیقوي بولي او وایي، چې په دې راپور کې بهرني ځواکونه، چې ځاني زیانونه یې اړولي پاک سپېڅلي ښودل شوي او د یوې سلنې نسبت ورته شوی دی.  

Trending

Exit mobile version