تازه خبرونه

د افغانستان د سولې خبرو لپاره سیمه ییزه اجماع ژوند بښونکې ده- سارک

Published

on

د سویلي آسیا د همکاریو سازمان (سارک) د افغانستان د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره پر سیمه ییزه اجماع ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر د سارک له غړیو هېوادونو مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې یې د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیره ملاتړ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ حنیف اتمر د سارک له غړیو هېوادونو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې سره سم د حکومت او طالبانو ترمنځ د بشردوستانه اوربند په ترلاسه کولو کې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ روان وساتي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ اتمر ټینګار کړی، چې بشري اوربند به د حکومت له اړوندو ارګانونو سره مرسته وکړي، چې په ټول افغانستان کې زیانمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د سیمه ییزو همکاریو لپاره د سویلي آسیا ټولنه (سارک) یوه اقتصادي – سیاسي ټولنه ده، چې د سویلي آسیا اته هېوادونه یې غړیتوب لري.

سارک په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د هند، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، نیپال، مالدیپ او بوتان لخوا جوړ شوی دی. د ۲۰۰۷ کال په اپریل کې، چې د سارک ۱۴ ناسته جوړه شوه؛ نو افغانستان هم د دې ټولنې د اتم غړي په توګه ومنل شو.

Trending

Exit mobile version