تازه خبرونه

د افغانستان د سولې ځانګړي امریکایي استازي له هندي چارواکوسره لیدلي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۳۹۹)

زلمی خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره له لیدنې وروسته هند ته تللی او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له سلاکار سره یې د افغانستان د سولې په بهیر خبرې اترې کړي دي.

 د هند بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې په سیمه کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په له منځه وړلو، د تاوتریخوالي په کمېدو، د مذهبي لږکیو د حقونو په خوندیتوب او افغانستان کې د تلپاتې سولې په هکله خبرې وشوې.

خلیلزاد په دې کتنه کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د هند رغنده رول په رسمیت پېژني.

خلیلزاد د افغان سولې بهیر په اړه له هندي چارواکو سره خبرې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت شوا سلاکار په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښوودلې، په کابل کې یې د سکانو په عبادت ځای وروستي برید ته په نغوته (اشاره) کې د افغان هندوانو او سکانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دې هندي چارواکو ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت له غوښتنې ملاتړ کوي.

هندي چارواکو خلیلزاد ته ویلي، هند د افغانستان د سولې بهیر، امنیت، ملي یووالي، ولسواکۍ او د هندوانو او سکانو او نورو لږکیو په ګډون د ټولو خلکو د حقونو ملاتړ کوي.

خلیلزاد به له هند وروسته پاکستان ته ځي، چې د طالبانو اصلي ملاتړ کوونکی بېزندل شوی دی.

ټاکل شوې، چې خلیلزاد پاکستان ته هم سفر وکړي او د سولې په راتلوونکیو ګامونو د هغه هېواد له چاوراکو سره خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version