سوداگري
د افغانستان د شتمنیو په اړه د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو د پرېکړې غوښتنه رد شوه
د امریکا یوه قاضي د جمعې پر ورځ د ۲۰۰۱ ز. کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو هغه غوښتنه رد کړه، چې له مخې یې د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارد دالرو شتمنیو د ځنډولو مخه نیسي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر کورنیو، چې شمېر یې له ۱۰ طزره و ډیر و ، په منهتن کې له ایالتي قاضي جورج دانیلز وغوښتل، چې خپله د فبرورۍ د ۲۱ پرېکړه وځنډوي.
دوی د ترهګرۍ اړوند سزاګانو په پلي کولو کې د خلکو ګټو ته نغوته کړې، چې د افغانستان بانک د شتمنیو د خلاصون په صورت کې به له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ شي.
قاضي ویلي، چې د اړوند کورنیو غوښتنه د بریالیتوب امکان نلري او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د جو بایدن د وروستي اجرائیوي فرمان له کبله هیڅ نه جبران کیدونکي زیان شتون نلري، چې د شتمنیو کنګلېدل یې تر بل کاله لپاره وغزول شي.
دانیلز د کورنیو پر وړاندې په خپل حکم کې ویلي، چې دوی ته د کنګل شوې شتمنۍ ورکول په مؤثره توګه د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت پېژندل دي. هغه څه، چې د بایدن اداره تر اوسه په دې کې پاتې راغلې ده.
د اسلامي امارت له جوړېدو شپږ میاشتې وروسته بایدن د ۲۰۲۲ ز. کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان بانک شاوخوا اووه میلیاردالر کنګل کړل. بایدن همدا راز امر کړی، چې درې نیم میلیارد دالر دې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره او پاتې نور د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لپاره ځانګړي شي. د افغانستان بانک دا شتمني د امریکا په فدرال ریزرو بانک کې کنګل شوې ده.