تازه خبرونه
د افغانستان د شمال ګاونډ هېوادونه دې له کډوالو د ناوړه استفادې مخه ونیسي – اروپايي ټولنې
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اروپايي اتحادیې چارواکو د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانستان له کډوالو سره د مرستې او سیاسي موخو لپاره د نه ګټې اخیستنې غوښتنه وکړه.
د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو د ناستو په لړ کې دا دی دا ځل تاجکستان د مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې استازیو کوربه دی.
په دغه ناسته کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر د قراقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو او استازیو سره د افغانستان په تړاو لیدنه او خبرې کړي.
افغانستان هغه هېواد دی، چې د اقتصادي، بشري او مالي ستونزو په لومه کې را نغښتی او د هرې ورځې له تېریدو سره د خلکو د ژوندانه کړۍ نوره هم را تنګوي او کړاوونه یې زیاتیږي.
دغه راز په افغانستان کې روان وضعیت د سیمې او نړۍ د ناستو د خبرو محوري موضوع، چې تر اوسه پورې یوازې د خبرو په حد کې دي او هیڅ عملي بڼه او پایلې یې معلومې ندي.
په هغه ناسته کې، چې د مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې د استازیو په ګډون د تاجکستان په کوربتوب جوړه شوې وه؛ د اروپايي ټولنې چارواکو د یادې ټولنې د یو میلیارډ یورو مرستې طرحه، چې له مخې به یې له افغانستان او ګاونډ هېوادونو سره د کډوالۍ چارې مدیریت او بشري مرستو په ترسره کولو کې مرسته وکړي؛ هم شریکه کړه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل ویلي؛ په دغه ټولګه کې د خپل ګډون په تړاو خورا خوښ یم، مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت له کبله د چارو مدیریت په موخه خپلې هڅې زیاتې او همغږې کړو. که چیرې د مرکزي آسیا هیوادونه د اصلاحاتو او ډیموکراسۍ په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ وي، اروپايي ټولنه کولی شي په دغه برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په دغه ناسته کې بورل د اروپايي ټولنې د یو میلیارډ یورو مرستې طرحه، چې له مخې به یې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو سره د کډوالو چارو مدیریت او بشري مرستو ترسره کولو کې مرسته وکړي هم شریکه کړه.
جوزپ بورل وایي: زه پوره ډاډه یم، چې زمونږ وړتیا تر هغه اوچته ده، چې مونږ یې فکر کوو. مونږ اړتیا لرو، چې د سیمې په کچه خپلې همکارۍ لوړې او پراخه کړو او په سیمه کې یې پایلې د پام وړ کړو. مونږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو د دغه هېواد له خلکو سره خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړو.
د مرکزي آسیا د بهرنیو چارو وزیران او د اروپايي ټولنې چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې او خپلې اندېښنې څرګندوي، چې اوسمهال د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله د افغانستان خلک د ژوندانه تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي. دا، چې دا وضعیت به څومره دوام وکړي او پایلې به یې څه وي؛ هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځّواب کړي.