تازه خبرونه

د افغانستان د صادراتو لپاره د ۹۷ سلنې تعرفې را ټیټولو ژمنې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداگرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغانستان د صادراتولپاره چین،هنداو د امریکا متحده ایالاتو ژمنې کړي، چې د افغان صادارتولپاره اووه نوي سلنه تعرفه را ټیټه کړي؛ شرط دادی، چې ټول صادرات باید د افغانستان د دولت په رسمي ټاپه صادرشي، خو تراوسه پورې افغان د ولت صادراتي مارک نه لري .

دسوداگرۍ اوصنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي:

د نوي میلادي کال له پیل څخه به دنړۍ درې لوی سوداگریزو هيوادو نو چین،هند او د امریکا متحده ایلاتونو ته د افغانستان یو شمير صادارتو په تعرفه کې ۹۷ سلنه کمښت راشي، چې افغان سوداگروته ښه زیری دی.

نوموئیله افغان حکومت څخه غواړي، چې خپلو صادراتو ته افغان مارک جوړ کړي، چې دې هېوادو نو ته په کمه تعرفه تولیدات صادرشي .

د سوداگرۍ وزارت سرپرست مزمل شینواری هم د افغانستان د صادراتولپاره دا ښه چانس بولي اوزیاتوي، چې شته شتونزې به يي هم حل شي.

د اقتصادي چارو یوکار پوه استاد مسعود وايي، افغان دولت اوسوداگر باید د کورنیو تولیدا تو د ودې لپاره له وړاندې خپل تولیدات د افغانستان په نوم صادرکړي وای.

د ښاغلي مسعود په وینا؛ هغه هېوادونه، چې افغان سوداگرو ته يې د افغانستان په نامه د صادراتو وړاند یز کړی افغان سوداګر او حکومت يې خپلو ملي مسوولیتونو ته متوجه کړي، چی دا کار باید وړاندي تر سره شوی وای .

Trending

Exit mobile version