تازه خبرونه
د افغانستان د صنعتکارانو او سوداګرو یو ۱۳ کسیز پلاوی ایران ته ولاړ
دغه پلاوی د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې پر رسمي بلنه او د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې پر همغږۍ دې هېواد ته سفر کړی دی.
د افغانستان د سوداګرو او صنعتکارانو ۱۳ کسیز پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ایران ته ولاړ.
دغه پلاوی د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې پر رسمي بلنه او د افغانستان او ایران د ګډې سوداګرۍ خونې پر همغږۍ دې هېواد ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې، چې د پلاوي غړي به په دې سفر کې د ایران له اقتصادي چارواکو او مسوولانو سره وګوري، په دوهاړخیزو سوداګریزو غونډو کې ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د پلاوي غړي به د ایران بېلابېل صنعتي او سوداګریز مرکزونه هم وګوري او په دې برخو کې به شته ظرفیتونه او فرصتونه وارزوي.
د دغه سفر بله موخه د اقتصادي همکاریو پراختیا، د تجربو تبادله، د پانګونې د فرصتونو پېژندل او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.