سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا بايد د ځانمرگو بريدونو په هكله خپل دريځ روښانه كړي
د ولسي جرگې يو شمېر غړي د افغانستان د عالمانو په سراسري شورا غږ كوي، چې د ځانمرگو بريدونو د حراموالي په اړوند چوپه خوله پاته نه شي.
د دغې جرگې غړي غلام حسېن ناصري او اسدالله سعادتي وايي:
د ځانمرگو بريدونو په وړاندې د عالمانو د سراسري شورا د روښانه دريځ نه درلودل د دوى لپاره پوښتنې پېدا كړى دى.
په افغانستان كې د ځانمرگو بريدونو له زياتېدو سره د افغانستان د عالمانو پر سراسري شورا دا نيوكې هم مخ پر ډېرېدو دي، چې د دغو بريدونو په وړاندې خپل دريځ نه روښانه كوي.
داسې برېښي، چې د لوى اختر په ورځ په فارياب كې خونړي ځانمرگي بريد، چې نږدې سلو كسانو ته يې مرگ ژوبله واړوله، دولت دې ته اړ كړى، چې د شرعې محكمې فتوا په مټ دغه بريدونه حرام ثابت او د مخنيوي لپاره يې له دغې لارې هڅې وكړي.
د ولسي جرگې غړى سيد حسين عالمي بلخي، چې د عالمانو د سراسري شورا غړيتوب هم لري، وايي:
دوى درې كاله وړاندې د ځانمرگو بريدونو د حراموالي په باب خپل دريځ روښانه كړى دى.
په همدې وخت كې د ولسي جرگې د غړو د ناسوبتيا او په غونډو كې د نه گډون ستونزه هم پر خپل ځاى پاته ده.
د ولسي جرگې د چارشنبې ورځې ( د لړم ۱۰ ) په عمومي غونډه كې د ټولو حاضرو غړو شمېر ايله تر دېرشو رسېده.