بی بی سی پښتو
د افغانستان د غوري سیمټ “۹۵ سلنه ناکاره شوې برخې فعالې شوې”
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وايي، د دغه هېواد د سیمټو تولیدولو تر ټولو سترې کارخونې غوري سیمټ ۹۵ سلنه ناکاره شوې برخې یې فعالې کړې.
د دې شرکت د اړیکو او حقوقي بورډ مشر جارالله منصوري په خبره، اوس دا شرکت د ورځې د ۱۲۰ ټنو په ځای اته سوه ټنه تولید لري.
نوموړي د یکشنبې په ورځ په دې تړاو یوه غونډه کې دا هم وویل، چې د غوري سیمټ د تولید مارک چې له ۴۰۰ څخه ۲۰۰ ته ټیټ شوی و، بېرته یې ۴۰۰ ته لوړ کړ.
ښاغلی منصوري زیاتوي، په پام کې لري چې د غوري سیمټ شرکت اوله او دویمه فابریکه کې الې پرلپسې فعالې وي او تولیدي وړتیا یې تر دې بریده لوړه شي چې د کورني بازار پنځوس سلنه اړتیا پوره کړي.
* افغانستان ته پر درېیو ایراني توکو بندیز
* د جبل السراج د سیمټو فابریکه بیا فعاله شوه
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت دغه چارواکی وايي، اوږدمهالی پلان یې دا دی چې دا هېواد د سیمټو برخه کې له وارداتي حالت په تولیدي حالت بدل کړي:
“اوږدمهالي پلان کې د غوري سیمټ ټولې فابریکې د کورنيو غوښتنو او نړیوال معیار له مخې په ټیکنالوجیکو وسایلو سمبالوو چې دې برخه کې افغانستان په تولیدي حالت بدل شي”.
افغانستان هر کال له ۶ تر ۷ میلیون ټنو سیمټو ته اړتیا لري.
دا مهال ډېر سیمټ له بهر په تېره پاکستان واردېږي چې له کیفیت یې هم شکایت کېږي.
افغانستان کې د سیمټو کارخونې
اوس پر غوري سربېره د سیمټو د تولید بله فابریکه د جبل السراج کارخونه ده، چې په افغانستان کې د سیمټو د تولید لومړنۍ فابریکه ګڼل کیږي.
دې فابریکې په ۱۳۳۷ لمریز کال تولید پیل کړ او په څلورویشتو ساعتونو کی د ۱۰۰ میټریک ټنه سیمټو د تولید وړتیا لري.
د جبل السراج فابریکې د سیمټو ډول پورتلند سیمټ او مارک یې ۴۰۰ دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د دې فابریکې د دوهمې برخې د رغونې چارې د اقتصاد عالي شورا تایید کړې دي او پر دغه فابریکه به خصوصي سکټور ۱۷۰ میلیونه ډالر پانګونه کوي او بیا به هره ورځ ۳۳۰۰ ټنه سیمټ تولید کړي.
افغانستان کې د سیمټو دریمه فابریکه د هرات سیمټو فابریکه ده چې د جوړولو چارو تړون یې په کال ۱۳۵۵ لمزیر کال له چکسلواکیا سره لاسلیک شو.
د نوموړې پروژې ودانیزې چارې ۷۰ سلنه تکمیل شوې وې چې د جګړو له وجې هر څه په ټپه ودریدل.
که څه هم څو ځلې د نوموړې فابریکې د جوړولو ژمنې وشوې خو تراوسه یې عملي بڼه نه ده غوره کړې.
د هرات فابریکه په یوه ورځ کې په منځنۍ کچه ۱۶۰۰ ټنه سیمټ تولیدولی شي.