تازه خبرونه

د افغانستان د فوټبال فډراسیون عمومي غونډه ترسره شوه

Published

on

د فوټبال فډراسیون چارواکو ویلي، چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پېنځلسمه عمومي غونډه نن (چارشنبه د مرغومي ۳) د ولایتونو د ۳۱ استازیو پر ګډون په کابل کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د فوټبال فډراسیون نوې کړنلاره د رایو پر اکثریت تصویب او ومنل شوه.

نوي قوانین د فیفا او د آسیا فوټبال کنفډریشن (AFC) لخوا هم منل شوي دي.

په دې غونډه کې د چارواکو د څرګندونو له مخې، په دې عمومي غونډه کې د دغه بنسټ د ټاکنو کمیسیون مشر او غړي هم ځانګړي شول.

چارواکو زیاته کړې؛ د ټاکنو د نوي قانون مسوده، د فوټبال فډراسیون مشر او د قضائیه قوې او استیناف کمیټې نور توکي د رایو په اکثریت ومنل شول.

د فوټبال ملي فډراسیون په دې پېنځلسمه عمومي غونډه کې مشر محمد یوسف کارګر، سکرتر جنرال فضل محمد شهاب، د اجرائیوي کمیټې غړیو او د فوټبال ملي فډراسیون د بېلابېلو کمیټو چارواکو برخه اخیستې وه.

د هېواد د فوټبال فډراسیون ژمنه کړې، چې له  وروسته او په  ۲۰۲۱ کې به ټولې هڅې له خپل نوي قانون سره سم  تر سره کوي.

په تېرو څو پړاوونو کې فوټبال فډراسیون ټاکنې ندي کړي؛ خو تمه دا ده، چې د فوټبال نړیوال کنفډراسیون به کله د هېوادني کمیسیون ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.

Trending

Exit mobile version