سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د قضايي او عدلي بنسټونو د كاركوونكيو پر حقوقي زده كړو ټينگار وشو
د هېواد په شمال كې د امريكا ملكي استازى وايي:
امريكا هڅه كوي د افغانستان په قضايي او عدلي بنسټونو كې د ښونيزو او عامه پوهاوي پروگرامونو له لارې په افغانستان كې د قانون د حاكميت كچه لوړه شي.
د حقوقو د پراختيا نړيوال سازمان له لوري په بلخ كې د عدلي او قضايي ادارو له شل ډېرو كاركوونكيو ته ښوونيز پروگرام، چې دوه مياشتې وړاندې پيل شوى و، پاى ته ورسيد.
په شمال كې د امريكا ملكي استازى کیت ماینز وايي:
د دا راز پروگرامونو د جوړولو له لارې مونږ هڅه كوو، چې د عدلي او قضايي بنسټونو د كاركوونكيو د پوهاوي كچه لوړه كړو.
د نوموړي په وينا، دا پروگرام د قانون په پلي كيدو كې گټور ثابتيداى شي او په افغانستان كې به له عدلي او قضايي بنسټونو سره زمونږ همكاري دوامداره وي.
د بلخ د استيناف محكمې استازى امین الله کلیوال او د بلخ امنيه قوماندانۍ جنايي مدير صلاح الدین سلطان دا راز پروگرامونه ډېر گټور بولي.
د حقوقو د پراختيا نړيوال سازمان له دې وړاندې د كورنيو چارو او عدليې وزارتونو، لويې څارنوالۍ او سترې محكمې كاركوونكيو ته په قضايي او عدلي برخو كې لنډ مهال ښونيز پروگرامونه پلي كړي، چې ډېر گټور ول.
د يادونې وړ ده، چې د دې ښوونيز پروگرام لگښت د امريكا په غاړه دى.