سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د كليو د پراختيا پروگرام ۲۴۶ميليون ډالرو ته اړتيا لري
د كليو د جوړولو او پراختيا وزارت وايي:
د افغانستان د كليو د پراختيا پروگرام ۲۴۶ميليون ډالرو ته اړتيا لري، چې په ټول هېواد كې په لازمه توگه عملي شي.
نوموړى وايي:
په تېرو لس كلونو كې د دې پروگرام دوه يم سترتمويل كوونكي په خپله د افغانستان خلك ول.
بلخوا نړيوال بانك له افغان حكومت سره تر پېنځه نورو كلونو پورې د كليو د پراختيا د پروگرام په چوكاټ كې د ۲۵۰ميليون ډالرو وړيا مرسته وكړه.
د كليو د جوړولو او پراختيا وزير ويس برمك څرگندوي، چې:
له لس كلونو را په ديخوا د دې وزارت له گټورو پروگرامونو څخه يو هم د كليو د پراختيا ترنامه لاندې پروگرام دى، چې په گډه له سيمه ييزو خلكو سره د هغوي د اقتصادي حالت د ښه والي په موخه بريالى روان دى.
د نوموړي په وينا:
د افغانستان په ۳۰ زرو كليو كې له ۶۵ زره پلان شويو پروژو څخه ۵۲ زره يې بشپړې شوې دي.
په افغانستان كې د نړيوال بانك رييس رابرت سام په ډاگه كړه، چې:
په دې دليل، چې دغه پروگرام د افغانستان خلكو ته ښې لاسته راوړنې درلودې؛ نو زموږ موخه دا ده، چې له دې پروگرام سره مرسته وكړو، چې په راتلونكې كې پياوړى شي.
هيله من يو، چې د افغانستان نور وزارتونه هم د خپلو پروگرامونو د تطبيق لپاره د كليو له پراختيايي شوراگانو استفاده وكړي.
د كليو د جوړولو او پراختيا وزير ويس برمك وايي، چې:
دا پروگرام نورو پيسو ته هم اړتيا لري.
د كليو د جوړولو او پراختيا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو لس كلونو كې د كليو د پراختيا د پروگرام په چوكاټ كې يو نيم ميليارد دالر لگيدلي، چې د افغانستان خلكو هم په كې لس سلنه ونډه درلوده.