تازه خبرونه
د افغانستان د نوي پوځ پر تشکیلاتو یوې کمېټې کار پیل کړ
د افغانستان اسلامي امارت لخوا د اردو د تشکیلاتو نوې کمېټه جوړه شوه.
د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د افغان پوځ د بیا کتنې لپاره یوې ځانګړې شل کسیزې کاري کمېټې خپل کار پیل کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا کمېټه د دفاع وزیر پر سپارښتنه د ګټورو پلانونو د وړاندې کولو او د اردو د تنظیم د اغېزمنتیا لپاره دنده لري، چې د دولت او اسلامي نظام د اړتیاوو او غوښتنې له مخې ژر تر ژره په ملي دفاع وزارت کې د یوې ژمنې، پیاوړې، مجهزې، صادقې او مسوولې اردو د رامنځته کولو او تنظیمولو چارې تر سره کړي.
د پوهنتون استاد فیض الله ځلاند ویلي؛ د اسلامي امارت وروستۍ هڅې دا دي، چې د نوې اردو پر جوړولو کار پیل کړي. سیمه اندېښمنه ده، چې افغانستان په کړکېچ کې دی او د اردو جوړول به د حکومت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي؛ ځکه، نو اسلامي امارت باید یو غیرسیاسي پوځ جوړ کړي.
پوځي کارپوهان هم په دې باور دي، چې منظمه او قوي اردو باید غیر سیاسي جوړښت ولري.
د پوځي چارو کارپوه ثمر سادات وايي: که پوځ سیاسي شي دا به د افغانستان راتلونکي ته ښه نه وي او کله، چې د سیاستوالو په خدمت کې وي؛ بیا ملي ګټې پرېنږدي.
تېره میاشت د اسلامي امارتد ځواکونو لوی درستیز مولوي فصیح الدین ویلي وه، چې د افغان پوځ په نوي تشکیل کې به د پخواني حکومت هغه مسلکي کسان هم پر دندو وګمارل شي، چې په فساد کې ښکېل پاتې شوي ندي.