تازه خبرونه

د افغانستان د هوايي ځواک یو پیلوټ له امریکا امریکا راستون شو

Published

on

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د هېواد د هوايي ځواک یوه پیلوټ نن (سې شنبه، د وري ۳۰) له امریکا څخه خپل هېواد ته راستون شو.

د افغان هوايي ځواک پيلوټ سهراب الدين سهاک وايي، چې له وروستيو پېښو وروسته امريکا ته ولاړ؛ خو د هېواد د خدمت لپاره بېرته راستون شو.

پیلوټ سهراب الدین سهاک له خپلو همکارانو هم غوښتي، چې خپل هېوادني کور ته راستانه شي.

هغه خپلو همکارانو ته په خطاب کې څرګنده کړه: د هوايي ځواک په هره څانګه کې، چې ياست بېرته خپل هېواد ته د رښتیني او صادقانه خدمت لپاره راستانه شئ. هېواد مونږ ته اړتیا لري او مونږ هېواد ته اړتیا لرو.

د ملي دفاع وزارت چارواکو د سهاک له راستنېدو ستاینه کړې او د هغو تجربه لرونکیو کسانو له راستنېدو ستاینه کوي، چې د دسیسو له کبله وتلي دي.

Trending

Exit mobile version