سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د هوايي چلند په عوايد و كي ۲۵ سلنه ز ياتوالی راغلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان د هوايي چلند خپلواكه ادره وايي،د دغې ادارې په عوايد و كي پېنځه وشت سلنه ز ياتوالی راغلی دی.
د هوايي چلند خپلواكه اداره وايي،چې دافغانستان د هوايي برخي دبشپړې څارنې لپاره د ظرفيتنو د لوړولو هڅي مو پيل کړي، چې تر پېنځه كلونو پورې به دوام وكړي او له دېوروسته به د هېواد ټوله هوايي برخه پخپله غاړه واخلو .
دافغانستان دهوايي چلند د خپلواكي اداري مرستيال شاه محمود حبيبي له آريانانيوز سره وايي، دافغانستان له فضايي حريم څخه هر ورځ ۴۰۰ پروازونه تېريږي اوله هر پرواز څخه ۴۰۰ دالر عوايد اخستل كيږي .
نوموړی زیاتوي، چي دهيواد په ۱۵ هوايي ډگرونو کې د کورني هوایي شرکتونو لخوا پروازونه كيږي، چې د پراختيالپاره یې نوري هڅي هم رواني دي.
د يادي اداري چارواكي وايي، هڅه كو تر څو د هېواد د۲۴ ولايتونوهوايي ډگرونو ته خپل پروازو نه پراخ كړو .