تازه خبرونه

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکیو دوه ورځو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

Published

on

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن (پنجشنبه د وږي ۳) د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د بارانونو، بادونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې له ۱۸۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ختيځو، سویل ختيځو او شمال ختيځو ولايتونو کې د سختو اورښتونو او سيلابونو امکان شته.

د هوا پېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردګو، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، روزګان، کندهار، هلمند، دایکندي، غور او زابل ولایتونو کې د اورښت کچه له (۱۵ تر ۶۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

همدا راز د هرات، فراه او نیمروز په ولایتونو کې هم په دقیقه توګه له دوړو سره بادونه شته، چې سرعت یې په ساعت کې له (۲۰ تر ۶۰) کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان له سېلاب ځپلو سره مرستې کوي.

د دې سازمان ویاند ټینګار کوي، چې ملګري ملتونه او د هغې د بشري مرستو شریکانو په اغېزمنو سیمو کې د اړتیاوو د پېژندلو لپاره د ارزونې ګومارلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک ویلي: د افغانستان په څو ولایتونو کې وروستیو سیلابونو څه باندې ۸۲۰۰ کورنۍ زیانمنې کړي او د روان کال له پیله تراوسه ۲۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو او د هغې د بشردوستانه مرستو شریکانو د ارزونې ډلې ګومارلي، چې په اغېزمنو سیمو کې اړتیاوې وپېژني او خلکو ته لومړنۍ مرستې لکه خواړه، اوبه، خیمې، روغتیایي خدمتونه، رواني ټولنیز ملاتړ او نور اړین توکي چمتو کوي.

Trending

Exit mobile version