1393ټاكنې

د افغانستان د ولسمشريزو ټاكنو دوهم پړاو قسمي پايلې اعلان شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسئولين وايي، چې د ولسمشريزو ټاكنو دوهم پړاو قسمي پايلې يې د ټاكنو د ۴۹ اعشاريه ۶۷ فيصده شمېرل شويو رايو پر بنسټ اعلان كړې.

د ټاكنو خپلواك كمیسيون د شمېرو له مخې، ډاكټر عبدالله عبدالله د ۴۴ اعشاريه څلور فيصده رايو په ګټلو سره مخكښ دى، ډاكټر اشرف غني احمدزى د ۳۳ اعشاريه دوه فيصده رايو په درلودو سره دويم او ډاكټر زلمى رسول د لس اعشاريه څلور فيصده رايو پر مټ دريم دى.

د ټاكنو خپلواك كمسيون رئيس محمد يوسف نورستاني وايي:

شمېرل شوې رايې پاكې رايې دي، ورپسې په ترتيب سره عبدالرب رسول سياف د اووه فيصده رايو په درلودو سره څلورم، قطب الدين هلال د دوه اعشاريه اووه فيصده رايو په درلودو سره پنځم، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د يو اعشاريه شپږ فيصده رايو په ګټلو سره شپږم، داود سلطانزوى د صفر اعشاريه پنځه فيصده رايو پر مټ اووم، او هدايت امين ارسلا د سفر اعشاريه دوه فيصده رايو په درلودو سره اتم مقام لري.

د یادونی وړ ده، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالوېش پر بنست به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ( د غویي ۴ ) د ټاکنو ابتدائی پایلې اعلام شي.

Trending

Exit mobile version