سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار اسلام آباد ته رسیدلی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا له پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي مسائلو د خبرو لپاره اسلام آباد ته رسیدلی دی.

راپورونه وايي، چې ښاغلی سپنتا د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته د افغان ولسمشر حامد کرزي ځانګړی پیغام رسولی دی.

ولسمشر حامدکرزي تېره ورځ د تیلیفون پر لیکهله ښاغلي شریف سره خبرې وكړې؛ خو نوموړي د پاكستان لومړي وزير ته ويلي ول،چې په یوه ځانګړي لیک کې به “افغان پلاوی د راتلونکي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د یوې تګلارې په اړه ځینې وړاندیزونه وکړي”.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، له ښاغلي سپنتا سره د اسلام آباد پر سفر د کورنیو چارو، دفاع او د بهرنیو چارو افغان وزیران او د ملي امنیت چارواکي هم ملګري دي.

افغان پلاوی د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره هم ګوري.

پاکستان وايي، د خبرو اصلي ټکی د ژورو امنیتي ” همکاریو” په اړه ځان ډاډه کول دي.

Trending

Exit mobile version