تازه خبرونه
د افغانستان د ولسي جرگې د غړیو پر موتریز کاروان وسلوال برید شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ پر لویه لار د ولسي جرگې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر پر موتریز کاروان وسلوالو مخالفینو برید کړی دی.
ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرگې غړي ظاهر قدیر، میرویس یاسیني او حضرت علی نن له غرمې مخکې د جلال آباد ښار د چاودنو د څېړلو له پاره دې ښار ته ولاړ شي، چې د وسلوالو مخالفینو له کمین سره مخ شول.
د ولسي جرگې غړي میرویس یاسیني آریانانیوز سره په خبرو کې پېښه منلې او ویلي یې دي، چې برید کوونکیو د ولسي جرگې د غړیو له ساتونکیو سره په نښته کې تېښته کړې ده.
نوموړي زیاته کړي، چي په دې برید کي چاته زیان نه دی رسیدلی.