تازه خبرونه

د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي – د خوړو نړیوال پروګرام

دې پروګرام دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د افغانستان د ډېرو زیان منونکو کورنیو د ملاتړ لپاره ۴۵۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

دې پروګرام دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي.

د چارشنبې پر ورځ؛ د غویی اووه‌لسمه د ملګرو ملتونو پورې تړلې دې ادارې په ایکس پاڼه کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د دې پروګرام د څرګندونو له مخې: ” که افغانستان یوازې ۱۰۰ کسان ولري؛ نو ۵۰ به یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ خو د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان ندي دا ۴۶ میلیون دي، چې نږدې درېیمه برخه یې له لوږې سره مبارزه کوي.”

افغانستان اوسمهال پرله‌پسې څلورم کال دی، چې له وچکالۍ، اقتصادي ناورین او طبیعي پېښو له لړۍ سره مخ دی او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو روانې جبري ایستنې وضعیت نور هم نازک او خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ادارو د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال له وروستیو څخه له ۲.۴ میلیون څخه ډېر خلک له ګاونډ هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. ډېری یې هېواد ته پرته له سرچینو یا خورا محدودو اسانتیاوو را داخل شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به نږدې ۲۳ میلیون خلک، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او بشري مرستو ته به اړتیا ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وړاندویېنه کوي، چې سږ کال به ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي. دا پدې معنا، چې په هرو لس ثانیو کې یو ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ کیږي.

سره له دې، چې اړتیاوې یې مخ پر زیاتېدو دي؛ بشري مرستې اوس هم محدودې دي.

Trending

Exit mobile version