سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د ټاكنو د څارنې لپاره بهرني څارونكي افغانستان ته راځي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى وايي، اروپايې ټولنه په پام كې لري، چې د افغانستان د ټاكنو څارنې ته خپل څارونكي افغانستان ته وليږي او ملگري ملتونه هم د دوى له دې كار څخه ملاتړ كوي.

نوموړى وايي، چې د افغانستان له ټاكنو څخه څارنې ته بهرني څارونكي اړين دي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړى استازى يان كوبيش وايي:

نړيواله ټولنه چمتو ده، چې له كورنيو څارونكيو ملاتړ وكړي . اروپايې ټولنه په پام كې لري، چې د افغانستان له ټاكنو څخه د څارنې يو داسې ماموريت تر سره شي، چې مونږ ترې ملاتړ كوو، په ټاكنو كې د نړيوالو  څارونكيو شتون د رڼو ټاكنو لپاره اړين دى.

نوموړى له افغانستان سره د مرستو دوام د ټاكنو له ترسره كيدو سره تړلى بولي او وايي، چې د ټاكنو په ورځ د امنيت شتون اړين دى.

په ټاكنو كې امنيتي ستونزې يوازې د نړيوالو سازمانونو اندېښنې نه دي راپارولي، بلكې يو شمېر سياسي ډلې هم د ناامنيو په پراخيدو اندېښنه ښكاره كوي؛ خو امنيتي بنسټونه بيا وايي، چې افغانان دې د ټاكنو پرمهال د امنيت اندېښنه نه كوي.

Trending

Exit mobile version