تازه خبرونه

د افغانستان د ټنګ ټکور افسانه مړه شوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۳۹۹)

د افغانستان مشهوره سندرغاړې پیکر سلطان، چې د ټنګ ټکور په ډګر کې افسانه نوابي پېژندل شوې وه؛ په آلمان هېواد کې مړه شوه.

د پیکر سلطان خپلوان وايي، چې هغه د سرطان پر رنځ اخته وه.

دې په ښوونځي کې ترانې ویلې او وروسته یې سندرو ته مخه کړه او د افغانستان په ملي راډيو ټلویزیون کې لسګونه انځوریزې او غږیزې سندرې لري.

دې په رابعه بلخي ښوونځي کې زدکړې وکړې او په ملي راډیو ټلویزیون کې یې دنده واخیسته او په مسلکي توګه یې سندرو ته مخه کړه.  

پیکر سلطان د هنر ډګر ته د افسانې له مستعار نامه سره راغلې وه. دا ان د ښوونځي زده کوونکې وه، چې سندرو یې ګل وکړ او د خلکو خوښه شوه. من مست بهار حسنت او اګر زن نه میبود ادم نه میبود هغه دوه  سندرې دي، چې دا یې نومیالۍ کړه.

د پیکر سلطان د غږ او سندرو مینوال لږ ندي.

پیکر سلطان په ملي راډيو ټلویزیون کې له سل ډېرې تصویري او غږیزې سندرې ثبت کړي او یو شمېر هېوادونو ته یې فرهنګي سفرونه هم کړي دي.

دې په آلمان کې د مسافرۍ ژوند کاوه، چې د سرطان ناروغۍ له کبله یې د شبنې پر شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. مرګ حق او ټول مري.

Trending

Exit mobile version