سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د پوهنې وزارت په ښوونيز نصاب كې به بريل خط شامل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پوهنې وزارت په پام كي لري، چي د سويدن كميتي په همكارۍ د افغانستان په ټولو ولايتونو كي هغه يوميليون كسانو ته د زده كړې زمينه برابره كړي، چې  د معلوليت په شمول د بېلابېلو ستونزو له كبله له زده كړې پاتې دي.

چارواكي زياتوي، دا كسان د ړندو او كڼو په شمول په ۱۲ بېلابېلو كتگوريو وېشل شوي دي.

د دغه وزارت تدريسي مرستيال غلام جيلاني همايون د معلوليت لرونكيو وگړيو لپاره د عام شموله زده كړو په  كنفرانس كي  وويل، چې:

په پيل كې به اتلس سوه ښوونكيو ته روزنه وركړ شي.

ښاغلى جيلاني زياتوي:

له زده كړې څخه په پاتې كسانو كې تر ۳۰۰ پورې هغه كسان هم راځي، چې ليدل نه شي كولى او يا هم كاڼه دي.

هغه ټينگار وكړ، چې د دغه پروگرام لپاره تگلاره جوړه شوې ده.

د افغانستان لپاره د سويدن كميتي رييس محمد امين قانت وايي، چې دې كميتې تر اوسه  په ديارلس ولايتونو كي ۳ زره معلولينو ته د لومړنيو زده كړو زمينه برابره كړې،  چي له دي جملي څخه يې ۱۵۰۰ تنه په بريل خط او اشاري ژبه زده كړې كوي.

ښاغلى قانت زياتوي، د پوهنې له وزارت سره به د معلولو وگړيو د ظرفيتونو په لوړولو كي پوره هڅې وشي.

د سويدن كميته په ډاگه كوي، چې د هېواد په څلور ولايتونو( هرات،  ننگرهار، بلخ  او تخار) كي د بريل خط  څلور مركزونه فعاليت كوي.

د يادونې وړ ده، چې بريل خط له ټكو جوړ شوى  او هغه كسان پرې ليك  او لوست  كوي، چې سترگې يې  ديد نه لري او يا هم ړانده دي.

Trending

Exit mobile version