تازه خبرونه
د افغانستان د پوهنې وزیر، د مرکزي دارالافتا لوی رییس وټاکل شو
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د سې شنبې پر ورځ ( د وږي ۲۹ ) په یوه حکم کې د پوهنې د وزیر د ګوښه کولو په ګډون په یو شمېر ملي او ولایتي بستونو کې د بدلونونو اعلان وکړ.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو بدلونونو نوملړ خپور کړ او څرګندوي، چې دا بدلونونه د مشرتابه هبة الله اخندزاده پر فرمان رامنځته او ترسره شوي دي.
د مشرتابه د فرمان له مخې؛ د پوهنې وزیر نورالله منیر له دندې ګوښه او د « مرکزي دارالافتاء » د رییس په توګه وټاکل شو.
د پوهنې د مخکني وزیر نورالله منیر پر ځای د کندهار د ولایتي شورا رییس مولوي حبیب الله آغا وټاکل شو.
مجاهد د دغو نویو ګمارنو او بدلونونو د لامل په اړه څه ندي ویلي.
د افغانستان د ښوونې او روزنې سیستم د تېر کال د اګست په میاشت کې له هغې وروسته، چې اسلامي امارت په کابل کې بیا واکمن شو؛ دوی په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو منځني ښوونځي او لیسې وتړلې، چې ورسره ملي او نړیواله پاملرنه ورځ تر بلې تودیږي.
د پوهنې وزارت په پیل کې ویلي وه، چې د نجونو ټول لومړني، منځني ښوونځي او لیسې به په وري میاشت کې پرانیزي؛ خو د نجونو لومړنی یا ابتدائیه ښوونځي پیل، منځني ښوونځي او لیسې تړلي پاتې شوې.
د افغانستان اسلامي امارت که څه هم ویلي، چې دوی د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو د پرانستلو پر پلان کار کوي؛ خو ټاکلی مهالوېش یې څرګند شوی ندی.