تازه خبرونه
د افغانستان د پیسو آزادولو لپاره کومه ښکاره او رڼه لار نشته – د قطر د بهرنیو چارو وزیر
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې پر ورځ یوه کنفرانس ته د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې د افغانستان اقتصادي ننګونو ته په نغوته کې ویلي، چې د افغان حکومت د کنګل شویو پیسو د آزادولو لپاره کومه ښکاره او رڼه لار نشته.
اوسمهال د افغانستان بانک لس میلیارډه ډالر د امریکا تر مشرۍ لاندې په بهر کې کنګل شوي دي.
د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د قطر پر دریځ ټینګار کړی، چې په اوس وخت کې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت پېژندل لومړیتوب ندی؛ خو نړیوال تعامل اړین دي.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر د اسلامي امارت، اروپایي ټولنې او لویدیځ چارواکو ترمنځ د خبرو کوربه دی.