سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ژمنې تر نامه لاندې يو نوى بنسټ جوړ شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسشمرۍ يو شمېر نوماندان، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون لومړني نوملړ ته يې لاره نه ده موندلې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي ژمنې تر نامه لاندې په كابل كې يو نوى بنسټ جوړ كړ. معترض  نوماندان د دغه كار موخه له موجوده ستونزو څخه د افغانستان ژغورل او د سمون راوستلو په موخه دوامداره مبارزه ګڼي.

دغو نوماندانو له هغه وروسته د ټاكنيزو شكايتونو په كميسيون كې خپل شكايتونه ثبت كړل، چې د ولسمشرۍ د ټاكنو د نوماندانو لومړني نوملړ ته يې لاره ونه مونده.

خو په داسې حال كې، چې تراوسه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوماندانو اسناد تر څېړنې لاندې او وروستۍ نوملړ نه دى اعلام شوى دغو نوماندانو څو ځلې دغونډو په جوړولو سره د ټاكنو خپلواك كميسيون د دوى د حق په خوړلو تورن كړى.

د ولسمشرۍ معترض نوماندان حميدالله فاروقي او سلمان علي دوست زاده د يوه نوي جوړښت په جوړولو سره په هېواد كې د سمون راوستلو په موخه د جدي مبارزې غوښتونكي دي.

دا نوماندان وايي، هغه ټاكنې، چې له درغليو سره ملې وي نه شي كولاى په افغانستان كې روانې ستونزې حل او د خلكو اراده تمثيل كړي.

په همدې وخت كې داسې وېل كېږي، چې دوه حذف شوي نوماندان به بېرته د ولسمشرۍ د نوماندانو وروستي نوملړ ته شامل شي، خو رسمي سرچينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version