تازه خبرونه

د افغانستان د کابینې په څوارلسمه ناسته کې د پراختیایي بودجې د لګښت راپور ومنل شو

د ارګ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې، چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه؛ د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تصویب شو او اړوند ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې په پلان شویو پروژو کې پراختیایي بودجه پخپل وخت ولګوي او پراختیایي چارې په ښه توګه او له پلان سره سم ترسره کړي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۵, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د رییس‌الوزراء ملا محمد حسن آخوند پر مشرۍ د کابینې په څوارلسمه ناسته کې د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تائید او د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسلو په اړه بحث وشو او اړینې پریکړې وشوې.

د ارګ د رسنیزې خبرپاڼې له مخې: په دې ناسته کې، چې پرون (دوشنبه) ترسره شوه؛ د پراختیایي بودجې د لګښت راپور تصویب شو او اړوند ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې په پلان شویو پروژو کې پراختیایي بودجه پخپل وخت ولګوي او پراختیایي چارې په ښه توګه او له پلان سره سم ترسره کړي.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو د حل په اړه هم بحث وشو او اړوند ادارو ته د دوی د ستونزو د حل لپاره د مناسبې حل لارې موندلو دنده وسپارل شوه.

Trending

Exit mobile version