سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د کانونو تړونونه زورواکانو ته ورکول کېږي
د شاهد نړیوال سازمان او د افغانستان د روڼتیا سازمان خبرداری ورکوي، چی فساد په زینو کانونو کی او تړونونو کی افغانستان د کورنی جګړې په لور بیایی. د نوموړو په وېنا د کانونو په نوی قانون کی، چی د تصویب په موخه ملی شورا ته لیږدول شوی دی پکی دغو مسایلوته پاملرنه نده شوی.
د شاهد نړیوال سازمان، چی له کانونو څخه د څار په برخه کی کار کوي او همداراز د افغانستان د روڼتیا سازمان ادعا کوی، چی د افغانستان د کانونو په برخه کی تړونونه په شفافه توګه نه ترسره کېږی او دغه تړونونه زور واکو ته ورکول کېږی.
د افغانستان د روڼتیا سازمان غړی جاوید نوراني وایي، دغه مسئله به د سیمه ییزو زور واکو ترمنځ د سیالۍ لامل شی او دا سیالۍ به افغانستان د کورنۍ جګړې په لور کش کړی.
نوموړی زیاتوي، چی آن سیمه ییزو پولیسو ته د کانونو تړونه ورکول شوی دی.
خو د افغانستان د کانونو وزارت او پترولیم ویاند رفیع صدیقي دغه ادعاوې ردوي او ټینګار کوي، چی د کانونو وزارت ټول تړونونه په شفافه توګه او د نړیوال سازمان تر څار لاندی ترسره کېږی.
د یادولو وړده، چی د کانونو په برخه کی دغو دواړو سازمانونو ویلي، چی باید د کانونو ټول تړونونه په شفافه توګه ترسره شي او له دغه تړونونو څخه سمه څارنه وشی او همداراز د کانونو امنیت هم په سمه توګه تامین کړای شي.