تازه خبرونه
د افغانستان د کرنې وزارت او مالدارۍ خونې ګډ پلاوی ازبکستان ته ولاړ
نن سې شنبه ( د لړم ۳۰ ) د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال صدراعظم عثماني او د کرنې او مالدارۍ د خونې د رییس خان محمد فروتن پر مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ.
دا سفر افغانستان ته د ازبکستان د ولسمشر د مرستیال له سفر وروسته رامنځته کیږي.
د دغه سفر موخه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګوالو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول دي.
افغان پلاوي به په دې سفر کې د ازبکستان د اوبولګولو وزارت له مسوولینو سره د غنمو او پنبې د تخمونو، د وریجو د کښت، د څاڅکیزو اوبو لګولو د ودې، د باغدارۍ د پراختیا، د کارکوونکیو د وړتیاوو د لوړولو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
دغه راز به د افغانستان په وچو ځمکو او نورو سکتورونو کې د پانګونې په اړه هم بحث او اندونه وړاندې شي.
تمه ده، چې دوی به د همکارۍ هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.