لوبی

د افغانستان د کرکټ بورډ اړوند څلور کسانو په انګلستان کې د پناه غوښتنه کړې

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ منلې، چې له ۱۹ کلونو ټيټ عمره لوبډلې یوه غړي او د کرکټ بورډ درې غړیو تېره اوونۍ په ویسټ انډیز کې د نړیوال جام له سیالیو وروسته په انګلستان کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د کرکټ بورډ دوه سرچینو د نوم نه ښودلو پر ټینګار امریکا غږ ته څرګنده کړې، چې دغو کسانو د ویسټ انډیز  له لوبې وروسته په انګلستان کې د ۴۸ ګړیو د پاتې کېدو له پرېکړې وروسته ژمنه کړې، چې بېرته خپل هېواد ته نه ستنیږي.

د امریکا غږ د راپور له مخې؛ د پناه غوښتوونکیو نومونه نه دي په ډاګه شوي او دا هم څرګنده نده، چې ولې یې افغانستان ته له ستنیدو ډډه وکړه.

افغانستان تېره اوونۍ له ۱۹ کلونو څخه د ټیټ عمره کرکټ لوبډلو په نړیوال جام کې څلورم ځای خپل کړی دی.

دا لومړی ځل ندی، چې د افغانستان له نولس کلونو څخه ټیټ عمره لوبډلې لوبغاړي بېرته هېواد ته له راستنېدو ډډه کوي؛ څو کاله مخکې هم پېنځه یا شپږ افغان لوبغاړیو په کاناډا کې د پنا غوښتنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version