تازه خبرونه
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت چارسمبالی په کابل کې د چاودنې له کبله شهید شو
نن( چارشنبه د لیندۍ شلمه ) په کابل کې د افغانستان کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه ځانمرګي برید کې شهید شوی دی.
یوې سرچینې له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چاودنه د وزارت دننه شوې، چې له کبله یې خلیل الرحمن حقاني شهید شوی دی.
۵۸ کلن خلیلالرحمن حقاني د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر له اوومې راپدېخوا د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت چارسمبالی و.
