سوداگري

د افغانستان د ګمرکونو ۴۰ سلنه عواید شخصي جیبونو ته لویږي ـ ارغندیوال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ګمرکونو څلوېښت سلنه عواید د اداري فساد له کبله تالاترغۍ او شخصي جیبونو ته لویږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان عادي او پرمختیايي بودجه پر بهرنیو مرستو تکیه ده.

د ماالیې وزارت چارسمبالي عبدالهادي ارغندیوال د راتلونکي مالي کال د ملي بودجې د سپارلو پر وخت مشرانو جرګې ته ویلي؛ که د کورنيو عوایدو پر شفاف ډول راټولولو بریالي شي، افغانستان به په عادي بودجه کې نړیوالو مرستو ته اړ نه وي.  

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي بیا پر حکومت نیوکه کوي، چې پرمختايي بودجې ته پيسې بېلوې؛ خو پروژې نه پلې کوي.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي، چې دوی به په لس ورځو کې د ملي بودجې ارزونه بشپړه او خپلې سپارښتنې به وړاندې کړي.

له دې مخکې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ویلي وه، چې د افغانستان د ګمرګونو پنځوس تر اویا په سلو کې عواید حیف او میل کیږي.

Trending

Exit mobile version