سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د گمركونو عوايد د تېر كال په پرتله درې سلنه لږ شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ماليې وزارت وايي، د افغانستان په اړه ناسمو تبليغاتو دې ته زمينه برابره كړه، چې عوايدو كې لږوالى راشي؛ خو په برياليتوب د ټاكنو تر سره كيدو دا اندېښنې بې ځايه ثابتې كړې او اوس په افغانستان كې له پانگونې سره د پانگوالو ليوالتيا زياته شوې ده.

د ماليې وزارت وايي، د ۲۰۱۴ م كال په اړه د افغانستان د حالاتو د احتمالي خرابه كيدو په تړاو تبليغاتو د گمركونو عوايد د تېر مالي كال په پرتله درې سلنه لږ كړل.

د ماليې وزارت د وياند عبدالقادر جيلاني په وينا، په روان مالي كال كې له گمركونو څخه لس ميليارد و شپږ سوه ميليون افغانۍ عوايد په لاس راغلي دي.

ده زياته كړه، چې دكانونو د قانون په تصويب او توشيح به اقتصادي وده گړندى شي.

د ماليې وزارت وياند له پانگوالو غواړي، چې افغانستان ته مخه كړي.

د گمركونو د عوايدو د لږوالي په اړه د ماليې وزارت دا راپور په داسې حال كې مخې ته راځي، چې د آسيا پرمختيايي بانك پخپل وروستي كلني رپوټ كي ويلي، چي په افغانستان كي د بي باروۍ د زياتيدو له كبله اقتصادي وده ۳ اعشاریه ۳ فیصدو ته راټیټه شوې ده.

Trending

Exit mobile version