تازه خبرونه
د افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
یوناما د اسلامي امارت د واکمنۍ د پېنځمې کلیزې په درشل کې څرګنده کړې؛ د جګړو او نښتو کمېدا د ډېرو افغانانو ژوند ښه کړی او د بیارغونې، پرمختګ او له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوي پلاوي( یوناما) ویلي، په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو اوس هم لویې ستونزې شته، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه نیسي.
یوناما د اسلامي امارت د واکمنۍ د پېنځمې کلیزې په درشل کې څرګنده کړې؛ د جګړو او نښتو کمېدا د ډېرو افغانانو ژوند ښه کړی او د بیارغونې، پرمختګ او له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندیز هم د اسلامي امارت له مثبتو اقداماتو څخه بللی دی.
د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، چې افغانان له کلونو جګړو وروسته سولې او امنیت ته ډېر ارزښت ورکوي؛ خو د ښه راتلونکي لپاره یوازې د جګړې پای ته رسول بسنه نهکوي.
د یوناما په خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، امنیتي ستونزې او ترهګریزې اندېښنې اوس هم د افغانستان له مهمو ستونزو څخه دي.
هغې ویلي، افغانستان داسې یوې ټولنې ته اړتیا لري، چې د ټولو خلکو حقونه په کې خوندي وي او ټول افغانان وکولی شي په ټولنیز، اقتصادي او عامه ژوند کې ونډه واخلي.
یوناما له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه راکم کړي او هغوی ته د زدهکړې، کار او په ټولنه کې د ګډون زمینه برابره کړي.
دې بنسټ له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د خلکو له بنسټیزو حقونو او آزادیو ساتنه وکړي او د ترهګرۍ او امنیت په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.
ملګرو ملتونو ویلي، پر ښځو او نجونو محدودیتونو، پر ټولنیزو زیانونو سربېره د افغانستان اقتصاد ته هم زیان رسولی او په هېواد کې یې نړیوالې همکارۍ او پانګونې له ستونزو سره مخ کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیان پر آزادۍ، مدني فعالیتونو، بشري مرستندویه ادارو او د ښځو پر کار محدودیتونو هم له افغانستان سره د مرستو رسولو او همکاریو بهیر ستونزمن کړی دی.
یوناما ټینګار کړی، چې ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ز.کال راپدېخوا له افغانانو سره خپلې همکارۍ روانې ساتلي او د بشري مرستو، بنسټیزو خدمتونو، سیاسي چارو او بشري حقونو په برخو کې یې فعالیت کړی دی.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې له افغانستان سره تعامل او همکاري روانه وساتي او د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له افغانانو ملاتړ وکړي.
یوناما وايي، وروستی هدف دا دی، چې افغانستان په یوه سولهییز او باثباته هېواد بدل شي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او بېرته په بشپړه توګه له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.