تازه خبرونه
د افغانستان راتلونکې بېرته د خپلو خلکو لاس ته ورغلی – چین
چین په داسې حال کې، چې اسلامي امارت واک ته د بېرته راتګ دوه کاله نمانځي؛ ويلي، چې د افغانستان راتلونکې بېرته د خپلو خلکو لاس ته ورغلی او دا یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين يوې خبري غونډې ته په سیمه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد هڅې او ديپلوماسي په بشپړه توګه ناکامه ونوموله.
وانګ ونبین همدا راز د اقتصاد رغولو، امنیت خوندي کولو، د ژوندانه ښه کولو، د نشه یي توکو د بندولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه وکړه.
هغه ټینګار کړی، چې: نړۍ باید دغو هڅو ته عادلانه کتنه وکړي.
نوموړي امریکا ته په نغوته کې ویلي؛ په تېرو دوه کلونو کې یوه ځانګړي هېواد خپلې ټولې مرستې بندې کړې، د افغانستان شتمنۍ یې کنګل او بندیزونه یې ولګول، چې د افغانانو کړاوونه ورسره مخ پر ډېرېدو دي.
هغه ویلي، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ بشري مرستو ته د سختو اړتیا لرونکیو افغانانو شمېر له ۱۴ اعشاریه ۴ میلیونو څخه ۲۹ اعشاریه ۲ میلیون کسانو ته رسېدلی او له اړوند هېواده یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له رامنځته شویو پېښو درس واخلي او له دوی سره د مرستو ژمنې پوره او ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنۍ د خلکو د ژوندانه د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په اقتصادي ډګر کې وکارول شي.
هغه ویلي، چې دوی باید د افغانستان د تلپاتي امنیت د ترلاسه کولو لپاره لومړی د اندېښمنوونکي بشري وضعیت په اړه هڅې وکړي.
هغه دا ټینګار هم څرګند کړ: نړۍ باید د ترهګرۍ پر وړاندې همکاري پیاوړې کړي، له افغانستان سره په څو اړخیزه توګه مرسته وکړي، چې ننګونو ته ځواب ووایي او ژر تر ژره سوله، ثبات او تلپاتې پرمختګ ترلاسه شي.
