1393ټاكنې

د افغانستان را روانې ټاكنې به په پاكستان كې له وروستيو ټاكنو ښې تر سره شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت مسئولين وايي، داسې هڅې يې پېل كړي، چې د افغانستان را روانې ټاكنې په پاكستان كې له وروستيو ټاكنو ښې تر سره كړي. د كورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې كه څه هم وسله والو طالبانو د ټاكنو د ګډوډلو لپاره جدي هڅې پېل كړي خو افغان ځواكونه به د هغوى هڅې شنډې كړي.

د افغانستان را راونو ټاكنو ته يوه نيمه مياشت وخت پاتې دى. افغان ځواكونه وايي، چې هېچا ته به د ټاكنو د ګډوډلو موكه ورنكړي.

د كورنيو چارو وزارت صدیق صدیقی وايي:

لا هم د هېواد څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو په واك كې دي او وسله وال طالبان كوښښ كوي، چې ټاكنې ګډوډې كړي.

امنيت د ټاكنو د شفافيت لپاره مهم اصل بلل كېږي. افغان ځواكونو د ۴۱۴ نا امنو مركزونو د امنيت خوندي كولو لپاره نږدې سل عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې ۲۴ مركزونه له امنيتي پلوه ډاډمن شوي دي.

د كورنيو چارو وزارت همدارنګه زیاتوي، دوى د ولسمشرۍ د كانديد قطب الدين هلال څخه د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند ملاتړ په نيك فال نيسي.

حزب اسلامي له كلونو راهيسې په افغانستان كې په نا امنيو كې ګرم پېژندل كېږي.

Trending

Exit mobile version