سیمه ییز خبرونه
د افغانستان را روانې ټاكنې به په پوره شفافيت تر سره شي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ملگرو ملتونو د اته شپېتمې عمومي غونډې په څنډه كې د آسيايي ټولنې د مشرانو ناستې ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو په باب خبرې كړي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په نيويارك كې د آسيايي ټولنې ناستې ته ټينگار كړى، چې د افغانستان را روانې ټاكنې به په پوره شفافيت تر سره شي.
د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې افغان حكومت به په تېرو دولس كلونو كې شوي پرمختگونه د هيڅ ډول معاملې قرباني نه كړي.
كه څه هم د ټاكنو خپلواك كميسيون ټينگار كوي، چې ټاكنې به پخپله نېټه يعنې د ديارلس سوه دري نوييم كال د وري په شپاړسمه تر سره كيږي، خو اوس هم د ټاكنو د شفافيت او ناامنيو په اړوند اندېښنې په ځاى پاتې دي.